په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د کرکټ د دوو ۲۰ اوريزو او پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ نن شپه د كابل په وخت د ماخوستن په اووه بجو او دېرشو دقيقو پيلېږي.
دا لوبې به د روانې فبروري مياشتې تر ۱۹مې نېټې دوام وكړي.
بلخوا د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دغو نړيوالو سياليو له پيلېدو وړاندې پرون د دواړو لوبډلو لوبډلمشرانو په خبري کنفرانس کې د لوبو په اړه خبرې وکړې.
د زمبابوې د كركټ ملي لوبډلې لوبډلمشر الګساندر ګرايم کريمر وويل، چې له افغانستان سره يې سياليو ته پوره چمتووالى نيولى، خو پوهېږي له سخت سيال سره مخ دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزى بيا ډاډه و، چې افغان لوبډله دغو سياليو ته پوره چمتو ده او د گټلو هڅه به يې وكړي.
د هغه په وينا، د شارجې کرکټ لوبغالى د ورو توپ اچوونکو لپاره ښه دى او افغان لوبډله ښه توپ اچوونکي لري.
د يادولو ده، چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دا سيالۍ په بلې مياشت کې د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام د غوراوي لوبو لپاره امادګي بلل کېږي.
بلخوا نن ماښام به د افغانستان د فوټبال ښځينه لوبډله د اردن د فوټبال ښځينه لوبډلې سره د دغه هېواد په پيترا ورزشي لوبغالي كې دوهمه دوستانه لوبه وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

