د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ لوبډله په نړيوال جام سياليو کې تر څلورم مقام ګټلو وروسته تېره ورځ هېواد ته راستنه شوه.
د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر کې د کرکټ بورډ لوړپوړو چارواکو، د ملي شورا يو شمېر غړو او د کرکټ مينه والو د خپلې لوبډلې تود هرکلى وکړ.
د کرکټ بورډ اجرايوي مشر شفيق الله ستانکزي خبريالانو ته وويل، دغه افغان لوبډله هېواد ته له لاسته راوړنو سره راستنه شوه او دومره څه يې ترلاسه کړي، چې د راتلونكو ۱۵ کلونو لپاره يې د افغانستان کرکټ ډاډمن کړ.
د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ لوبډلې لوبډلمشر نوين الحق له خپلو لوبغاړو خوښي وښوده، چې په خپلو هڅو تر نيمه پايلوبې ورسېدل.
د كركټ د ۱۹ كلنو ځوانانو د سږ كال د نړيوال جام لوبې د افغانستان په ګډون د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په نيوزيلنډ كې ترسره شوې، چې د هند په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

