د قطر دفاع وزیر وايي، چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو غوښتل، د قطر د بحران لومړيو کې چې د تېر مېلادي کال په جون کې پیل شو، په دغه هېواد بريد وکړي.
په هغه مرکه کې چې د قطر دفاع وزير خالد بن محمد العطيه له واشنګټن پوست سره کړې ده راغلي دي، د دوی خليجي ګاونډيانو له هرې لارې ګټه اخیستله چې قطر بې ثباته کړي، خو په دغه هېواد يې د بريد پلان خنثی کړای شو.
نوموړي وويل: ((دوی حتی پلان درلود چې له پوځي لارې بريد وکړي.))
کله چې له نوموړي وپوښتل شول چې ايا اوس هم دغه خطر وجود لري نوموړي وويل، دوی دغه پلان خنثی کړی دی، خو د قطر بحران په پيل کې دوی دغه پلان درلود.
د قطر د دفاع وزیر زياته کړه، هغوی کوښښ وکړ چې قومونه وهڅوي او له مسجدونو يې د دوی پر ضد استفاده وکړله. وروسته دوی هڅه وکړه چې ځينې لاسپوڅي راولي او د دوی د مشرانو پر ځای يې وټاکي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

