په هغه لوبډله کې چې سږ کال افغان لوبغاړی راشدخان لوبېده، د اسټراليا غوره ليګ اتلولي وګټله. د اسټراليا د غوره ليګ يا بېګ باش پايلوبه نن د فبروري په څلورمه نېټه ترسره شوه. په پايلوبه کې د راشدخان لوبډله اډلايډ سټرايکرز او هوبارډ هريکنز سره مخ شوې. لومړی لوبه اډلېډ سټرايکرز ترسره کړه او په ټاکل شوو شلو اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲۰۳ منډو هدف وټاکه.
خو هوبارډ هريکنز لوبډلې ونه شو کولای دغه هدف ترلاسه کړي او په ټاکل شوو شل اوورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې ترلاسه کړې.
په پايلوبه کې راشدخان ونه لوبېد ځکه نوموړی د افغانستان د ملي لوبډلې د لوبو لپاره چې سبا په متحده عربي اماراتو کې له زمبابوې سره پيلېږي دغه هېواد ته رسېدلی دی. خو د کرکټ لوبې د کارپوهانو په باور پايلوبې ته د اډلېډ سټرايکرز لوبډلې په رارسولو کې د راشدخان لوی لاس و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

