ads

هند د ۱۹ کلنو نړيوال جام اتلولي وګټله

هند په پايلوبه كې اسټراليا ته په ماتې وركولو سره د كركټ د ۱۹ كلنو ځوانانو د يو ورځنيو سياليو د نړيوال جام اتلولي وګټله.

نویسنده: mayar
14 سلواغه 1396
هند د ۱۹ کلنو نړيوال جام اتلولي وګټله

هند په پايلوبه كې اسټراليا ته په ماتې وركولو سره د كركټ د ۱۹ كلنو ځوانانو د يو ورځنيو سياليو د نړيوال جام اتلولي وګټله.

د پايلوبې پچه، چې نن په نيوزيلنډ كې ترسره شوه، اسټراليا وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.

د اسټراليا د كركټ د ۱۹ كلنو لوبډلې په ۴۷ اعشاريه ۲ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۶ منډې وكړې او سيالې لوبډلې ته يې ۲۱۷ منډې هدف وټاكه، خو د هند د كركټ د ۱۹ كلنو لوبډلې وركړل شوى هدف په ۳۸ اعشاريه ۵ اورونو كې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ.

هند اسټراليا ته په پايلوبه كې په اتو وېكټو ماتې وركولو سره نړيوال جام پورته كړ.

د كركټ د ۱۹ كلنو ځوانانو د سږ كال د نړيوال جام لوبې د افغانستان په ګډون د ۱۶ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې. افغانستان په دې سياليو كې تر نيمه پايلوبې ځان ورساوه، خو د اسټراليا له لوري يې ماتې وخوړه او له مخكې تګه پاتې شو. وروسته يې د درېيم مقام لپاره له پاكستان سره لوبې ته چمتووالى ونيوه، خو دا لوبه د باران له كبله ونه شوه او دا چې پاكستان له افغانستان څخه ډېرې نومرې درلودې، نو درېيم مقام يې ترلاسه كړ او افغانستان څلورم ځاى خپل كړ. د كركټ د ۱۹ كلنو ځوانانو د نړيوال جام ګروپي سياليو كې افغان لوبډلې پاكستان او سريلانكا ته ماتې وركړې، خو له ايرلنډه يې ماتې وخوړه او په كوارټر فاينل كې يې بيا نيوزيلنډ له مخې لرې كړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA