ads

قطر غواړي په دغه هېواد کې امريکايي پوځي اډه پراخه کړي

د قطر د دفاع وزیر خالد بن محمد الاتيه له واشنګټن د لیدنې پر مهال وویل چې هېواد يې غواړي په قطر کې هغه امريکايي پوځي اډه چې اوس مهال پکې ۱۰ زره امريکايي سرتېري مېشت دي پراخه کړي.

نویسنده: mayar
10 سلواغه 1396
قطر غواړي په دغه هېواد کې امريکايي پوځي اډه پراخه کړي

د قطر د دفاع وزیر خالد بن محمد الاعطیه له واشنګټن د لیدنې پر مهال وویل چې هېواد يې غواړي په قطر کې هغه امريکايي پوځي اډه چې اوس مهال پکې ۱۰ زره امريکايي سرتېري مېشت دي پراخه کړي.

نوموړي وويل چې له دې پراخوالي وروسته به په دغه پوځي اډه کې ۲۰۰ نور کورونه ورغول شي او په هغه کې به د امريکايي سرتېرو کورنۍ مېشتې شي.

نوموړي زياته کړه: ((هلته به ډېر ژر د امريکايي سرتېرو د کورنیو لپاره يو خوندي ځای رامنځته شي. موږ غواړو چې هلته نورې امريکايي کورنۍ هم په ارامۍ ژوند وکړي.)) نوموړي دغه څرګندونې د هریتج بنسټ له لوري په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

د العديد پوځي اډه د امريکا د يوې مهمې بهرنۍ پوځي اډې په توګه کارول کېږي چې له دغه ځايه امريکايي پوځ په ټوله منځنۍ اسيا کې خپل عملیات کنټرولوي.

دا پوځي اډه په ۱۹۹۱ کال کې له خليجي جګړو وروسته هغه مهال رامنځته شوه چې امريکا او قطر د دفاعي چارو د همغږي کولو لپاره يو دفاعي هوکړه لیک لاسليک کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA