ads

د درېيم مقام لپاره د افغانستان او پاكستان تر منځ لوبه ترسره کېږي

ټاكل شوې د افغانستان د کرکټ د ۱۹ كلنو لوبډله د راتلونكې پنجشنبې په ورځ د نړيوال جام سياليو په لړ كې د درېيم مقام ګټلو لپاره د پاكستان له لوبډلې سره مخ شي.

نویسنده: mayar
10 سلواغه 1396
د درېيم مقام لپاره د افغانستان او پاكستان تر منځ لوبه ترسره کېږي

ټاكل شوې د افغانستان د کرکټ د ۱۹ كلنو لوبډله د راتلونكې پنجشنبې په ورځ د نړيوال جام سياليو په لړ كې د درېيم مقام ګټلو لپاره د پاكستان له لوبډلې سره مخ شي.

افغان لوبډلې پرون په لومړۍ نيمه پايلوبه كې د اسټراليا په وړاندې ماتې وخوړه او له مخكې تګه پاتې شوه.

افغانستان په ګروپي پړاو سياليو كې پاكستان او سريلانكا ته ماتې وركړې وې، خو ايرلنډ ته يې لوبه بايللې وه.

وروسته يې بيا په كوارټر فاينل كې نيوزيلنډ ته ستره ماتې وركړه.

بل پلو په دوهمه نيمه پايلوبه كې، چې نن د هند او پاكستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، هند پاكستان ته د ۲۰۳ منډو په ستر توپير ماتې وركړه.

د كركټ د ۱۹ كلنو د نړيوال جام پايلوبه به د راتلونكې شنبې په ورځ د اسټراليا او هند ترمنځ ترسره شي.

د يادولو ده، چې اسټراليا او هند درې درې وارې د ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ د نړيوال جام اتلولي ګټلې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA