د افغانستان د کرکټ د ۱۹ كلنو لوبډلې د نړيوال جام په لومړۍ نيمه پايلوبه کې د اسټراليا په وړاندې ماتې وخوړه او له مخكې تګه پاتې شوه.
دا ۵۰ اوريزه لوبه د افغانستان په وخت نن سهار وخته دوه بجې په نيوزيلنډ كې پيل شوه او شاوخوا اته بجې پاى ته ورسېده.
افغان لوبډلې د پچې په ګټلو لومړى توپوهنه وكړه او په ۴۸ اورونو كې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته ۱۸۲ منډې هدف وټاكه، خو د اسټراليا د كركټ د ۱۹ كلنو لوبډلې وركړل شوى هدف په ۳۷ اعشاريه درې اورونو كې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او پايلوبې ته ووته.
ټاکل شوې دويمه نيمه پايلوبه سبا د هند او پاکستان ترمنځ ترسره او د دې لوبې بايلونكې لوبډله به د درېيم مقام لپاره له افغانستان سره مخ شي.
دا لومړی ځل و، چې افغانستان د ۱۹ کلنو په نړيوال جام کې نيمه پايلوبې ته لاره پيدا كړه.
دا چې افغانستان تر دې وړاندې د ۱۹ کلنو د اسيا جام اتلولي ګټلې وه، نو د نړيوال جام ګټلو لپاره يوه مهمه او پياوړې كانديده لوبډله بلل کېده.
د يادولو ده، چې اسټراليا او هند درې درې وارې او پاکستان بيا دوه ځلې د ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ نړيوال جام اتلولي ګټلې ده.


