ټاکل شوې نن د جنوري په ۲۸مه نېټه د هند غوره ليګ بولۍ د دويمې ورځې لپاره هم دوام وکړي او ښايي يو شمېر نور افغان لوبغاړي هم د هند غوره ليګ د ۸ لوبډلو له لوري واخيستل شي.
پرون د كركټ لوبې مشهور افغان ورو توپ اچوونكى راشد خان د هند د غوره ليګ سنرايزر حيدر اباد لوبډلې له لوري په ۹۰۰ لکه هندي کلدارو وپېرل شو.
راشد خان تېر کال هم همدې لوبډلې په ۴۰۰ لکه هندي کلدارو پېرلى و.
د نوموړي ترڅنګ تېر کال افغان لوبغاړى محمد نبي هم د يادې لوبډلې لپاره لوبېدلى و.
د هند د کرکټ غوره ليګ يا آى پي اېل سياليو بولۍ پرون سهار پيل شوه او تر دې مهاله د دغه ليګ د اتو لوبډلو له لوري لسګونه کورني او بهرني لوبغاړي په لوړو بيو پېرل شوي دي.
د سږ کال لپاره ۱۳ افغان لوبغاړي په آى پي اېل سياليو کې د ګډون لپاره بولۍ ته وړاندې شوي، چې په کې پر راشد خان سربېره محمد نبي، مجيب ځدراڼ، نجيب ځدراڼ، ګلبدين نايب، شاه پور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، حميد حسن، محمد شهزاد او څلور نور افغان لوبغاړي شامل دي.
د يادولو وړ ده، چې د آى پي اېل لوبې به په راتلونکې مارچ مياشت کې په هند کې پيل شي او شاوخوا دوه مياشتې به دوام وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

