تر راشد وروسته افغان لوبغاړی محمد نبي هم د سنرايزر حيدراباد لوبډلې له لوري په ۱۰۰ لکه هندي کلدارو، مجيب ځدراڼ هم د پنجاب لوبډلې له لوري په ۴۰۰ لکه هندي کلدارو او ظاهرخان هم د راجستان رويالز له لوري په ۶۰ لکه هندي کلدارو وپېرل شول. پرون بل افغان لوبغاړی راشدخان هم د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې له لوري په ۹۰۰ لکه هندي کلدارو وپېرل شو.
د هند د کرکټ غوره ليګ يا آى پي اېل سياليو بولۍ پرون سهار پيل شوه او تر دې مهاله د دغه ليګ د اتو لوبډلو له لوري لسګونه کورني او بهرني لوبغاړي په لوړو بيو پېرل شوي دي.
د سږ کال لپاره ۱۳ افغان لوبغاړي په آى پي اېل سياليو کې د ګډون لپاره بولۍ ته وړاندې شوي، چې په کې پر راشد خان سربېره محمد نبي، مجيب ځدراڼ، نجيب ځدراڼ، ګلبدين نايب، شاه پور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، حميد حسن، محمد شهزاد او څلور نور افغان لوبغاړي شامل دي.
د يادولو وړ ده، چې د آى پي اېل لوبې به په راتلونکې مارچ مياشت کې په هند کې پيل شي او شاوخوا دوه مياشتې به دوام وکړي.
ړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


