که څه هم د سولې عالي شورا وايي چې د ترکيې په غونډه کې د حکومت، وسلهوالو طالبانو او حزب اسلامي استازو ګډون درلود، خو نه حکومت او نه هم طالبان په دغه ناسته کې خپل ګډون تاييدوي. د جمهور رييس د ویاند د دفتر سرپرست شاهحسین مرتضوي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې په دغه ناسته کې ګډونکوونکي د حکومت استازیتوب نهکوي. طالب ویاند ذبیحالله مجاهد هم په دغه ناسته کې د طالبانو د استازو د ګډون خبره رد کړې ده. خو له دې هرڅه سره سره د سولې عالي شورا ټينګار کوي چې په دغه غونډه کې د ټولو اړخونو استازي ګډون لري او ښايي د سولې رسمي ناستو ته زمينه برابره کړي. د دغې شورا ویاند امینالله مظفري وايي: ((هغه څه چې ډېر مهم دي، د اوس لپاره د دغې ناستې غیر رسميتوب دی، نو ځکه د ټولو خواوو کسان په کې وو، خو په غیر رسمي ډول؛ فکر کوم چې د دغې ناستې وروستۍ نتیجه نه ده اعلان شوې، دا د راتلونکو خبرو لپاره پرانستونکې ناسته ده.)) له بل لوري د سولې د عالي شورا غړی همایون جریر چې په دغه ناسته کې برخه لرله، وايي چې په دغه غونډه کې د طالبانو پنځو مهمو غړو د طالبانو د ټولو ډلو او مشرتابه استازیتوب کاوه.
که څه هم افغان حکومت او د ملا هبتالله په مشرۍ د وسلهوالو طالبانو ډله په ترکيه کې د سولې په تړاو په جوړه شوې غونډه کې خپل ګډون ردوي، خو د سولې په تړاو هر ډول وړه او لويه هڅه عام افغانان هیلهمن کوي او بالاخره د هغې ورځې په تمه پاتې کېږي چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي او د سولې او ارامۍ فضا حاکمه شي. مګر له بده مرغه په تېرو ۱۷کلونو کې د سولې په نوم هر ډول هڅې بېپایلې ثابتې شوې دي او يوازې یو شمېر مشخصو کسانو له دغه بهیر څخه خپله ګټه پورته کړې او د ملت یې لپاره یې کوم روڼ پیغام نه دی لرلی. منتقدین وايي، د ترکيې ناسته هم د همدې لړۍ يوه کړۍ ده چې یوازې افغانان پرې غولول کېږي او د سولې لپاره به رغنده نقش ونه لري. د سیاسي چارو افغان کارپوه فضل احمد معنوي همدا خبره کوي. نوموړی وايي، د ترکيې ناسته يوه نمايشي ناسته وه او په هغه کې باصلاحيه کسانو ګډون نه وو کړی: ((هغه څه چې په ترکیه کې شوي واقعي نه، یوه نمایشي موضوع ده. هغو کسانو چې له دواړو خواوو یا هرې خوا څخه په کې ګډون کړی داسې با صلاحیته او اغېزناک کسان نهدي چې کومه نتیحه دې راوباسي.)) له بل لوري د طالبانو یو پخوانی چارواکی سید اکبراغا هم په دې باور دی چې د ترکیې په ناسته کې د طالبانو با صلاحیته استازو ګډون نه دی کړی: ((زما په نظر هغه طالبان چې په افغانستان باندې مسلط دي او هغه طالبان چې حساب پرې کېږي، په دغه ناسته کې نهشته، نو ځکه زه فکر کوم چې دغه ناسته به کومه مثبته اغېزه ونهلري.))
دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان د سولې په تړاو غونډه ترسره کېږي، بلکې په دې برخه کې تر دې وړاندې هم په لسګونه ناستې شوې دي. وروستۍ هغه يې د سولې څلوراړخيزې غونډې وې چې د افغان ولس تر منځ يې ډېرې هیلې ټوکولې وې، خو هغه هم بېپایلې پای ته ورسېدې او ورپسې د جګړې څپو افغانستان په سر واخست. په څلوراړخیزو ناستو کې افغان حکومت خپل ګډون هغه وخت وځنډاوه چې پر پاکستان بېباوره شو او پر دغه هېواد يې تور ولګاوه چې په دغو ناستو کې خپلې کړې ژمنې نه عملي کوي.
لنده ډا چې په تېرو ۱۷کلونو کې د سولې په برخه کې ټولو هڅو يوازې نمايشي بڼه درلوده او تر دې مهاله هم له دې مهمې او حياتي پروسې سره سمبولیک چلند شوی. عمومي باور دا دی چې په دغو غونډو باندې فقط عام ولس بوخت ساتل شوی او کاذبې هیلې ورکول شوې دي.
که چېرې د تېرو ۱۷کلونو بهیر په ژوره توګه وارزوو، لیدل کېږي چې د سولې په برخه کې د ملیونونه ډالرو د لګښت نتیجه فقط له حزب اسلامي ډلې سره د سولې پروسې سرته رسېدل وو؛ له داسې یوې ډلې سره چې په تېره څه باندې یوه نیمه لسیزه کې یې د افغانستان په جګړه او سوله چندان اغېز نه درلود.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ