د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې ټاکل شوې وه چې پوج ډېمونټ د روان کال د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د کتلونيا د جمهور رييس په توګه خپل کار پيل کړي.
د هسپانيا لومړي وزير ماريانو راجوی د اساسي قانون له محکمې وغوښتل چې د پوج ډېمونټ د نوماندۍ مخه ونيسي تر څو ونه توانېږي چې د جمعه په ورځ د جمهور ريیس په توګه خپل کار پيل کړي.
دغه پرېکړه له هغه وروسته مخې ته راغله چې د هسپانيې حکومت د پنجشنبې په شپه د لومړي وزير راجوی په مشرۍ د وزيرانو په غونډه کې اعلان وکړ، دوی هڅه کوي چې د نوموړي د نوماندېدو مخه ونيسي.
پوج ډېمونټ د تېر کال تر اکتوبر مياشت پورې د کتلونيا د سيمه ييز حکومت جمهور رييس و، هغه وخت چې د دغه سيمې پارلمان د اکتوبر په لومړۍ نېټه تر يوې عمومي ټولپوښتنې وروسته خپله خپلواکي اعلان کړه.
د هسپانيا پوليسو هڅه کوله چې د دغه ټولپوښتنې مخه ونيسي او ځينې وخت يې د رايې ورکوونکو پر وړاندې له تاوتريخوالي هم کار واخیست چې دا عمل يې د حقوقي ډلو له لوري (تر اندازې زيات زور کارول) وبلل شول.
پوج ډېمونټ او د نوموړي ۱۲ وزيران له دندې ګوښه شوي وو او په بېلا بېلو جرمونو تورن شوي وو او حتا د جمهور رييس لومړی مرستيال اوريول جانکوېراز زندان ته هم ولېږل شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

