ads

راشدخان په ۹۰۰ لکه هندي کلدارو وپېرل شو

افغان وتلی بالر راشدخان نن ماسپښين د هند د غوره لیګ سنرایزر حیدراباد لوبډلې له لوري په ۹۰۰ لکه هندي کلدارو وپېرل شو.

نویسنده: mayar
7 سلواغه 1396
راشدخان په ۹۰۰ لکه هندي کلدارو وپېرل شو

افغان وتلی بالر راشدخان نن ماسپښين د هند د غوره لیګ سنرایزر حیدراباد لوبډلې له لوري په ۹۰۰ لکه هندي کلدارو وپېرل شو.

راشدخان تېر کال هم همدې لوبډلې په ۴۰۰ لکه هندي کلدارو پېرلی وو. د نوموړي تر څنګ تېر کال افغان لوبغاړی محمد نبي هم د همدې لوبډلې لپاره لوبېدلی و. د هند د کرکټ غوره لیګ يا ای پي اېل سياليو بولي نن سهار پیل شوه او تر دې مهاله د دغه لیګ د ۸ لوبډلو له لوري لسګونه کورني او بهرني لوبغاړي په لوړو بيو پېرل شوي دي.

د سږ کال لپاره ۱۳ افغان لوبغاړي د ای پی اېل سياليو کې د ګډون لپاره بولۍ ته وړاندې شوي چې پکې په راشدخان سربېره، محمد نبي، مجیب ځدراڼ، نجیب ځدراڼ، ګلبدين نايب، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، حمید حسن، محمد شهزاد او څلور نور افغان لوبغاړي شامل دي.

د يادولو وړ ده چې د ای پي ال لوبې به په راتلونکې مارچ میاشت کې په هند کې پيل شي او شاوخوا دوه میاشتې به دوام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA