ads

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله د نړيوال جام نيمه پايلوبې ته ووته

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د ۱۹ کلنو نړيوال جام په کوارټر فاينل لوبه کې نيوزيلنډۍ لوبډلې ته په سترې ماتې وركولو د دغو سياليو نيمه پايلوبې ته لاره پيدا كړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 سلواغه 1396
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله د نړيوال جام نيمه پايلوبې ته ووته

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د ۱۹ کلنو نړيوال جام په کوارټر فاينل لوبه کې نيوزيلنډۍ لوبډلې ته په سترې ماتې وركولو د دغو سياليو نيمه پايلوبې ته لاره پيدا كړه.
دا ۵۰ اوريزه لوبه، چې په نيوزيلنډ كې ترسره شوه، پچه يې افغان لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېكړه وكړه.
دغه لوبه د افغانستان په وخت نن سهار وخته دوه بجې پيل شوه او نږدې اته بجې پاى ته ورسېده.
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په ټاكلو ۵۰ اورونو كې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۹ منډې وكړې او سيالې لوبډلې ته يې ۳۱۰ منډې هدف وټاكه، خو د نيوزيلنډ د ۱۹ كلنو لوبډلې وركړل شوى هدف پوره نه شو كړاى او ټول لوبغاړي يې په ۲۸ اعشاريه يو اورونو كې د ۱۰۷ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل.
افغانستان دا لوبه د ۲۰۲ منډو په ستر توپير وګټله.
افغان ۱۹ کلنې لوبډلې تر دې مخكې په ګروپي پړاو سيالو کې د پاکستان او سريلانکا په ماتولو کوارټر فاينل پړاو ته لاره وموندله، خو له ايرلنډۍ لوبډلې يې ماتې وخوړه.
دغې ماتې د افغان لوبډلې د مخکې تګ مخه ونه شواى نيولاى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA