د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله به د كابل په وخت سبا سهار وخته دوه بجې د ۱۹ کلنو نړيوال جام په کوارټر فاينل لوبه کې له نيوزيلنډۍ لوبډلې سره مخ شي.
افغان ۱۹ کلنې لوبډلې په ګروپي پړاو سيالو کې د پاکستان او سريلانکا په ماتولو سره کوارټر فاينل پړاو ته لار وموندله، خو په خپله وروستۍ لوبه کې يې له ايرلنډۍ لوبډلې ماتې وخوړه.
دغې ماتې د افغان لوبډلې د مخکې تګ مخه ونه شواى نيولاى.
د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې وروستۍ برياوې د ګڼ شمېر کرکټ پوهانو او مشهورو افغان لوبغاړو له ستاينو سره ملې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ