د پکتیا د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، سږ کال دې ریاست د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په هدف تر سلو زیاتې شنې خونې بزګرانو ته جوړې کړې دي.
د پکتیا د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئیس ولید احمد تسل له کلید سره په خبرو کې وويل، په دې وروستیو کې شنو خونو ته د بزګرانو لېوالتیا زیاته شوې او دوی سږ کال په مرکز ګردېز، سید کرم، احمد ابا او څمکنیو ولسوالیو کې له سلو زیاتې شنې خونې وېشلې دي.
نوموړي زياته كړه، دغه شنې خونې د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په هدف د ښځو په واک کې ورکړل شوي، ترڅو دوی له شته اقتصادي ستونزو راووځي او په ځان بسیا اقتصاد ولري.
د تسل په وينا، په راتلونکي کال کې به دغه شمېر لا زیات او د پکتیا تر نور لرې پرتو ولسوالیو ورسوي.
دى وایي، په راتلونکي کال کې به په پكتيا کې دوه معیارې سړې خونې هم جوړې شي، چې وبه شي کولای بزګران او باغدارن خپل محصولات په سمه توګه تر بازاره ورسوي.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت چارواکو په راتلونکي کال کې په دې ولایت کې د یو شمېر نورو مهمو پروژو د پلي کېدو ژمنه کړې، چې یوه هم په کې د جلغوزو د پروسس او بسته بندۍ مرکز دی.