ads

افغانستان د ۱۹ كلنو د كركټ نړيوال جام سيالۍ كې پاكستان ته ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ د ۱۹ كلنو ځوانانو ملي لوبډلې د نړيوال جام په لومړۍ لوبه كې پاكستان ته ماتې وركړه.
دا پنځوس اوريزه لوبه د افغانستان په وخت تېره شپه په نيوزيلنډ كې پيل شوه او نن سهار پاى ته ورسېده.
د لوبې پچه د پاكستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېكړه يې وكړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
23 مرغومی 1396

پاكستانۍ لوبډلې په ۴۷ اعشاريه ۴ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۸ منډې وكړې او افغان لوبډلې ته يې ۱۸۹ منډې هدف وټاكه.
د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې وركړل شوى هدف په ۴۷ اعشاريه ۳ اورونو كې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او پاكستان ته يې په پنځو وېكټو ماتې وركړه.
افغان لوبډله به خپله دوهمه لوبه د راتلونكې چهارشنبې په ورځ د سريلانكا په وړاندې ترسره كړي.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان تر دې مخکې په اسيايي سياليو کې پاکستان ته دوه ځلې ماتې وركړې وې.
د ۱۶ هېوادونو د ۱۹ کلنو ځوانانو د لوبډلو په ګډون د کرکټ د نړيوال جام پنځوس اوريزې سيالۍ په نيوزيلنډ کې پيل شوې دي. دا هېوادونه په څلورو ګروپونو وېشل شوي او افغانستان په (د) ګروپ کې له پاکستان، سريلانکا او ايرلنډ سره شامل دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA