د افغانستان د كركټ د ۱۹ كلنو ځوانانو ملي لوبډله به د نړيوال جام سياليو کې سبا خپله لومړۍ لوبه د پاکستان په وړاندې ترسره کړي.
د ۱۶ هېوادونو د ۱۹ کلنو ځوانانو د لوبډلو په ګډون د کرکټ د نړيوال جام پنځوس اوريزې سيالۍ سبا په نيوزيلنډ کې پيلېږي.
دا هېوادونه په څلورو ګروپونو وېشل شوي او افغانستان په (د) ګروپ کې له پاکستان، سريلانکا او ايرلنډ سره شامل دى.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي، افغان لوبډلې له تېرو څه باندې درېيو اونيو راهيسې په نيوزيلنډ کې ښه تمرينونه کړي او د دې هېواد له لوبغالو او هوا سره بلد شوي دي.
دى زياتوي، د كركټ د ۱۹ كلنو ځوانانو ملي لوبډلې په تمريناتي لوبو کې د بنګله دېش پياوړې لوبډلې او څلورو ځايي لوبډلو ته ماتې ورکړې او لوړ مورال لري.
د يادونې وړ ده، چې افغان لوبډلې تر دې مخکې په اسيايي سياليو کې پاکستان ته دوه ځلې ماتې وركړې وې.


