ads

د افغانستان پريمير ليګ تړون لاسليک شو

د افغانستان پريمير ليګ تړون د کرکټ بورډ د عمومي مشر شکرالله عاطف مشعل او د سنيکسر سپورټس (Snixer Sports) کمپنۍ د استازي لخوا لاسليک شو.
مشعل په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، دا لوى برى او وياړ دى، چې افغانستان هم د نړۍ د سرلارو کرکټ بورډونو غوندې د يوه نړيوال ليګ څښتن شو.

نویسنده: ISMAT MAYAR
22 مرغومی 1396
د افغانستان پريمير ليګ تړون لاسليک شو
????????????????????????????????????

د افغانستان پريمير ليګ تړون د کرکټ بورډ د عمومي مشر شکرالله عاطف مشعل او د سنيکسر سپورټس (Snixer Sports) کمپنۍ د استازي لخوا لاسليک شو.
مشعل په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، دا لوى برى او وياړ دى، چې افغانستان هم د نړۍ د سرلارو کرکټ بورډونو غوندې د يوه نړيوال ليګ څښتن شو.
د کرکټ بورډ عمومي مشر زياته کړه، دغه ليګ به د دې سبب شي، چې افغان لوبغاړي د نړۍ له اتلو لوبغاړو سره د لوبېدو موقع پيدا کړي او له بله پلوه به د افغانستان کرکټ بورډ ته يوه عايداتي سرچينه وګرځي، چې په پيل کې به يې کلنۍ کچه ۶۰۰ زره امريکايي ډالر وي.
د مشعل په وينا، دا ليګ به د كركټ لوبغاړو لپاره هم ښه مالي سرچينه وي او سوداګر به هم ترې ګټه پورته کړي.
په غونډه کې د سنيکسر سپورټس کمپنۍ استازي انوراګ جهانور وويل، د افغانستان پريمير ليګ په نړۍ کې د كركټ شپږم ليګ شو.
هغه زياته کړه، په دغه ليګ کې پنځه امتيازلرونکې لوبډلې ۲۳ لوبې کوي، چې له اتلسو تر شلو ورځو به دوام وكړي.
دا لوبې به په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي، چې ټولې به په ژوندۍ بڼه له ټلويزيون څخه خپرې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA