ads

د (خان سټيل) په نوم د وسپنې د ويلې كولو او توليد فابريكه پرانيستل شوه

د جمهور رئيس محمد اشرف غني له لوري نن د (خان سټيل) په نوم د وسپنې د ويلې كولو او توليد فابريكه پرانيستل شوه.

نویسنده: sarwan
16 مرغومی 1396
د (خان سټيل) په نوم د وسپنې د ويلې كولو او توليد فابريكه پرانيستل شوه

د جمهور رئيس محمد اشرف غني له لوري نن د (خان سټيل) په نوم د وسپنې د ويلې كولو او توليد فابريكه پرانيستل شوه.

جمهور رئيس غني د دې فابريكې د پرانيستې په مهال وويل، د ورته فابريکو پرانيسته ښيي، چې هېواد په ښه لوري روان دى.

هغه زياته كړه، چې افغانستان د ځان بسياينې په لور روان دى او افغانان د يوې ښې راتلونکې لپاره ګام اخلي.

جمهور رئيس غني پر پانګه والو غږ وکړ، چې په ورته اړتيا وړ برخو کې پانګونه وکړي او په وينا يې، د ملي يووالي حکومت د دوى ملاتړى دى او د پانګونې زمينې به ورته برابرې كړي.

بلخوا د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الكوزي وويل، چې افغانستان ته هره ورځ شاوخوا ۴۵۰۰ ټنه ګول سيخ واردېږي، خو په هېواد كې موجوده فابريكې يوازې د شاوخوا ۱۰۰۰ ټنه توليد طرفيت لري.

(خان سټيل) فابريکه د يوه افغان پانګه وال په ۳۰ ميليونه ډالره پانګونې جوړه شوې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA