ملګري ملتونه: د ايران په اړه د امنيت شورا د غونډې جوړولو ته اړتيا نشته

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ايران په اړه د امريکا غوښتنه رد کړې ده.
امريکا له امنيت شورا غوښتي و، چې د ايران په تړاو بېړنۍ ناسته وكړي.
ايراني رسنيو د امريكايي چارواكو له قوله ويلي، چې دوى د لاريون کوونکو ملاتړ کوي او د همدې ملاتړ لپاره يې له امنيت شورا د غونډې د رابللو غوښتنه کړې ده. خو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دوره يي مشر د امريکا دغه غوښتنه رد کړې ده.