ads

پکتيا کې د جلغوزو د پروسس او بسته بندۍ مرکز جوړېږي

د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزير نصير احمد درانى وايي، چې راتلونكى كال به په پكتيا ولايت كې د جلغوزو د حاصلاتو لپاره د پروسس او بسته بندۍ مرکز جوړ کړي.

نویسنده: sarwan
6 مرغومی 1396
پکتيا کې د جلغوزو د پروسس او بسته بندۍ مرکز جوړېږي

د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزير نصير احمد درانى وايي، چې راتلونكى كال به په پكتيا ولايت كې د جلغوزو د حاصلاتو لپاره د پروسس او بسته بندۍ مرکز جوړ کړي.

نوموړي دا خبره د پكتيا والي شميم خان كټوازي سره د ليدنې په مهال كړې ده.

د پکتيا ولايت مقام څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه كې دواړو لورو په پكتيا كې د معاصر زراعت د ترويج او پياوړتيا او د کروندګرو په ځان بسياينې پر لارو چارو خبرې وكړې.

د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزير نصير احمد دراني په راتلونکي کال کې د بزګرانو د اقتصادي ودې او د معاصر زراعت د پياوړتيا په برخه کې د يو لړ بنسټيزو پروژو د پلي کولو ژمنه وکړه.

نوموړي وويل، د بڼوالۍ د پراختيا ترڅنګ به په مرکز ګردېز او احمد ابا ولسوالۍ کې د شپږ ميليونه ډالرو په لګښت دوه معاصرې سړې خونې هم جوړې كړي.

د يادولو ده، چې سږ کال د پکتيا د جلغوزو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۲۰ فيصده زياتوالى راغلى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA