د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د ځای پرځای شویو بمونو د چاودنې له کبله د مومندرې ولسوالۍ د ګردي غوث تاریخي زیارت او جومات ویجاړ شوی دی.
د دې ولايت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چې د مومندرې ولسوالۍ په ګردي غوث سیمه کې د وسله والو له لوري ددغې سیمې تاریخي زیارت او جومات ته د اېښودل شویو بمونو چاودنې له کبله زیارت او جومات شهید او د زیارت ډېره برخه زیانمنه شوې ده.
نوموړی وایي، جومات ته د اېښودل شوو ماینونو د چاودنو پر مهال په جومات کې ګڼ شمېر قران شریفونه او د نورو دیني زده کړو کتابونه هم زیانمن شوي دي.
د ګردي غوث زیارت او جومات ته په داسې حال کې ماینونه اېښودل کېږي، چې څو اوونۍ وړاندې د یادې ولسوالۍ په هزار ناو سیمه کې د جمعې د لمانځه پر مهال په جومات کې چاودنه شوې وه، چې له کبله یې د ملا امام په ګډون ۹ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د حکوت کومې مخالفې وسله والې ډلې تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د ګردي غوث زیارت ته د هېواد له بېلابېلو سیمو سربېره له پاکستانه هم ډېری خلک د زېړي ناروغۍ د علاج په موخه د بندونو اخیستلو لپاره سفر کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


