ads

بيجينګ کې نن د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه جوړېږي

ټاكل شوې نن د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه په بيجينګ ښار كې جوړه شي.

نویسنده: sarwan
5 مرغومی 1396
بيجينګ کې نن د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه جوړېږي

ټاكل شوې نن د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه په بيجينګ ښار كې جوړه شي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني وايي، چې دا غونډه د چين په نوښت پر سيمه ييزو مسايلو د بحث لپاره جوړېږي.

د بهرنيو چارو سلب صلاحيت شوى وزير صلاح الدين رباني په ياده غونډه كې د ګډون په هدف بيجينګ ته رسېدلى دى.

د افغانستان، پاکستان او چين د درې اړخيزو خبرو طرحه د روان ميلادي کال په جون مياشت کې د درې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په کتنه کې د چين لخوا وړاندې شوه.

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د دې غونډې هدف دا دى، چې د ګډو ګټو پر اړوندو مسايلو له څېړنې وروسته بحث وشي.

بلخوا د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي پرون په يوه مرکه کې وويل، چې هېواد يې هڅه کوي د افغانستان ستونزه له سوله ييزې لارې حل او د اسلام اباد او کابل ترمنځ موجوده ستونزې هوارې شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA