ads

کابل ښار کې ځانمرګي بريد ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۴۰ دقيقې د كابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند عبدالحق څلور لارې ته څېرمه ترسره شوي ځانمرګي بريد كې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
4 مرغومی 1396
کابل ښار کې ځانمرګي بريد ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۴۰ دقيقې د كابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند عبدالحق څلور لارې ته څېرمه ترسره شوي ځانمرګي بريد كې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت مرستيال وياند نصرت الله رحيمي كليد ته وويل، چې ځانمرګى بريد كوونكى هدف ته تر رسېدو وړاندې د امنيتي ځواكونو له لوري پېژندل شوى او ځان ته يې چاودنه وركړې ده.

هغه زياته كړه، په دې پېښه كې دوه امنيتي سرتېري او څلور ملكي وګړي وژل شوي، يو امنيتي سرتېرى او څلور ملكي وګړي ټپيان دي.

د  بريد مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA