ads

هلمند كې پر سرحدي پوليسو چاودنه شوې

د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ كې ۱۴ سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
4 مرغومی 1396
هلمند كې پر سرحدي پوليسو چاودنه شوې

د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ كې ۱۴ سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

يوې باورې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط کليد ته وويل، چې تېره ورځ مازديګر ناوخته د مارجې ولسوالۍ په كمپ سيمه کې د سرحدي پوليسو پر دوو ټانكونو د سړک د غاړې ماين چاودنه شوې ده.

سرچينې زياته كړه، چې د دغې چاودنې له كبله شپږ سرحدي پوليس وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.

خو ځينې نورې امنيتي سرچينې بيا د مرګ ژوبلې شمېره تر دې زياته ښيي.

بلخوا د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالسلام افغان په دې اړه بې خبري وښوده.

وسله والو طالبانو په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA