ads

ميدان وردګ كې ۱۵ طالبان وژل شوي

د ميدان وردګ امنيتي چارواكي وايي، چې د دې ولايت په سيد اباد ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو د روانو عملياتو په مهال ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نویسنده: sarwan
4 مرغومی 1396
ميدان وردګ كې ۱۵ طالبان وژل شوي

د ميدان وردګ امنيتي چارواكي وايي، چې د دې ولايت په سيد اباد ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو د روانو عملياتو په مهال ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ميدان وردګ د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب اميني كليد ته وويل، په وژل شوو طالبانو كې مولوي فياض او مولوي ګل امين هم شامل دي، چې څه موده وړاندې يې د ارغندي – غزني د برېښنا لين پرې كړى و.

نوموړي زياته كړه، د عملياتو په ترڅ كې يو طالب وسله وال نيول شوى هم دى، همدارنګه امنيتي ځواكونو دوه ميله كلاشينكوفونه، يو ميل پنج تير، درې سراچه ډوله موټرونه، يو ډاټسن او دوه موټر سايكلونه ترلاسه كړي دي.
د اميني په وينا، په دې عملياتو كې دوه امنيتي سرتېري هم وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

هغه وايي، دغه عمليات د ميدان وردګ د امنيه قوماندان جنرال احمد فهيم قايم او د ملي اردو د څلورمې لېوا د قوماندان جنرال عبدالرازق له لوري رهبري كېږي.

اميني همدارنګه وويل، د عملياتو په مهال د كج قلا، صدوخېل، تره خېل، ډنډوكي، پتنک او باغك په ګډون له ۲۰ زيات كلي د طالبانو له شتونه پاك شوي دي.

د ميدان وردګ د امنيه قوماندانۍ د وياند په خبره، دا عمليات به د مخالفينو له شتونه د سيد اباد ولسوالۍ د لومړي نمبر لويې لارې تر پاكولو پورې دوام ولري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA