ads

لغمان كې يو ځانمرګی بريدګر ونيول شو

د لغمان د مركز اړوند كټل سيمه كې پرون مازديګر ناوخته د يوې کشفي اطلاع پر بنسټ د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ پوليسو په ځانګړو عملياتو کې، چې د امنيه قوماندان په مشرۍ ترسره شول، يو تن ځانمرګى بريد كوونكى په داسې حال کې نيولى، چې د مېرمنو جامې يې په تن کړې وې او غوښتل يې له سيمې وتښتي.

نویسنده: sarwan
4 مرغومی 1396

د لغمان ولايت د رسنيو دفتر وايي، نيول شوي ځانمرګي بريد كوونكي، چې په وسله والو مخالفينو پورې اړوند دى، پلان درلود، چې په مرکز مهترلام کې پر كوم دولتي ځاى بريد وكړي، خو وړاندې له بريده د پوليسو له لوري ونيول شو او په دې سره د مخالفينو د يو خونړي بريد مخه ونيول شوه.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د امنيه قوماندانۍ دغه ستره لاسته راوړنه ستايلې او يو ځل بيا يې ټولو امنيتي او کشفي ارګانونو ته سپارښتنه كړې، چې د امنيت د ټينګښت او د ولسونو د هوساينې لپاره خپلې هلې ځلې نورې هم ګړندۍ کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA