د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د بلخ د پخواني والي عطاء محمد نور د استعفا له منلو سره يې ۱۵ ورځې وړاندې هوكړه كړې وه.
نوموړي نن د وزيرانو شورا غونډې ته وويل، لومړى له دندې د نور له لرې كېدو سره مخالف و، خو حالت دې ته ورسېد، چې دا تصميم ومني.
عبدالله زياته كړه، د جمعيت اسلامي رهبري هم له دې كار سره موافقه وه.
دى وايي، د عطاء محمد نور او جمهور رئيس محمد اشرف غني ترمنځ خبرو كې يې رول نه درلود او د دغو خبرو پايله په هغوى پورې تړاو لري.
اجرائيه رئيس همدارنګه د نور هغه ادعا، چې ګواكې د ملي يووالي حكومت د كابينې په جوړښت كې يې لوى رول لوبولى ردوي او زياتوي، يوازې خپله يې په دې اړه د غني له ټيم سره خبرې كړې وې.
عبدالله د بلخ د پخواني والي دا خبره هم رد كړه، چې ګنې دی د نوموړي په استعفا کې ۸۰ فيصده ونډه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې عطاء محمد نور په خپلو وروستيو څرګندونو کې په تونده لهجه اجرائيه رئيس عزت پلورنکی او د لسټوني مار ياد او هغه يې د ده د استعفا په مسئله كې په لاس لرلو تورن كړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


