ads

د هېواد په لوېدیځ کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتريخوالی ډېر شوی

د هېواد په لوېديځ کې د ازادو رسنیو مدافع ټولنه د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو په اړه اندېښمن دي.

نویسنده: sarwan
4 مرغومی 1396
د هېواد په لوېدیځ کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتريخوالی ډېر شوی

د هېواد په لوېديځ کې د ازادو رسنیو مدافع ټولنه د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو په اړه اندېښمن دي.

هرات کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول همایون نظري غور ولايت کې د سرحد راډیو سوځول وغندل او ويې ويل، چې ۲۰۱۷ میلادي کال کې د هغوی په کمېټه د خبریالانو پر وړاندې ۲۳ ګواښونه ثبت شوي، خو تېر کال یوازې ۱۷ ګواښونه ثبت شوي وو.

نظري، حکومت خبريالانو ته په نه پاملرنې تورن کړ او زياته يې کړه، چې حکومت بايد د خبريالانو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

نوموړی زياتوي، چې تر دې مخکې سرحد راډيو ته څو ځله ناپېژاندو خلکو تهديدونه کړي وو، چې راډيو يې سوځوي او په خبره يې چې له دې موضوع يې د سيمې پوليس هم خبر کړي وو.

د سرحد راډیو مسوول معروف سعیدي ادعا کوي، چی په دې پېښه کې ورته نږدې ۸۰۰ رزه افغانۍ زیان رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي چارواکو په وار وار سره ویلي، چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره هڅه کوي څو هغوی په خوندي فضا کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي، خو تر اوسه حکومت په دې برخه کې عملي کار نه دی کړی.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA