د ننګرهار استیناف څارنوالۍ روان کال تر اوسه ۶۰۸ دوسیې څېړلي‎

د ننګرهار د استیناف څارنوالۍ مسوولین وایي، روان کال یې مرکز او ولسوالیو کې ۶۰۸ بېلابېلې قضیې ثبت او څېړلي دي، چې لوړه فیصدي یې سرقت او د وسله والو لیکو ته د ماشومانو د ورتلو مسایل دي.