د ننګرهار د استیناف څارنوالۍ مسوولین وایي، روان کال یې مرکز او ولسوالیو کې ۶۰۸ بېلابېلې قضیې ثبت او څېړلي دي، چې لوړه فیصدي یې سرقت او د وسله والو لیکو ته د ماشومانو د ورتلو مسایل دي.
چارواکي وایي، په ډېرو ولسوالیو کې یې فعالیتونه د تېر په پرتله چټک شوي او اوس خلک خپلې مسلې د وسله والو پر ځای حکومت ته راوړي.
د ننګرهار د استیناف څارنوالۍ رییس خالد احمد اوریا وویل، په روان کال کې یې تر اوسه په ولسوالیو کې ۱۹۵ او په مرکز کې ۴۱۳ بېلابېلې قضیې ثبت کړې دي.
هغه وویل، چې په دغو دوسیو کې ډېری یې حل شوي او لسګونه یې اوس هم تر کار لاندې دي.
نوموړی وایي، د ننګرهار په مرکزي زندان کې یې د ۲۰۰ هغو بندیانو چې له پنځو میاشتو تر دوه کلونو پورې بې سرنوشته پراته وو، د هغوی دوسیې مخته وړې دي.
هغه وویل، چې ددغو بې سرنوشته بندیانو لپاره له مرکز څخه ځانګړي راغلي پلاوي محاکمه جوړه کړې وه، چې اوس مهال دوی په دغه ولایت کې هېڅ تورن بې سر نوشته نه لري.
د ننګرهار د استیناف څارنوالۍ مسوولین په داسې حال کې د خپلو لاسته راوړنو په اړه له رسنیو سره معلومات شریکوي، چې ددغې ادارې د معلوماتو له مخې د تېرو ۱۶ کلونو شاخوا۵۸۰ هغه زړې دوسیې یې څېړلي، چې بې سرنوشته پرتې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


