ads

افغانستان او نوې لارې

په تېرو ۱۷ کلونو کې که له يوه لوري د کراچۍ پر بندر پرته لاره د افغانستان د تجارت لپاره تر ټولو بوخته لاره وه، خو له بل لوري د پاکستان د دوه مخي او غلط سياست له کبله د افغانستان سوداګرو لپاره تر ټولو لانجمنه او له ستونزو ډکه لاره هم وه.

نویسنده: sarwan
3 مرغومی 1396
افغانستان او نوې لارې

په تېرو ۱۷ کلونو کې که له يوه لوري د کراچۍ پر بندر پرته لاره د افغانستان د تجارت لپاره تر ټولو بوخته لاره وه، خو له بل لوري د پاکستان د دوه مخي او غلط سياست له کبله د افغانستان سوداګرو لپاره تر ټولو لانجمنه او له ستونزو ډکه لاره هم وه.
په ځانګړي ډول له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۵ کاله پورې دغه لاره افغان سوداګرو تر ۷۰ سلنې کاروله. خو له هغه وروسته چې په دغه لاره د ستونزو د ډېرېدو له کبله د کابل پام نورو لارو ته واوښت، ورو ورو دغې لارې هم خپل اهمیت بایللی.
اوس په پاکستان کې هم د افغانستان په اړه دا تصور یقیني شوی چې کابل اوس په اقتصادي او تجارتي ډګر کې په بشپړ ډول د پاکستان له اغیز او دهلیزه بهر شوی او افغان جمهور رييس وتوانېد چې د پاکستان له اقتصادي او سوداګریزې کلابندۍ خپل هیواد خلاص کړي.
دا په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان کامیاب مزل بلل کیږي، چې په بازارونو کې یې د پاکستاني توکو څیرې نور د خلکو له ذهنونو په وتو دي.
پر ډیورنډ پراته د تورخم او سپین بولدک په پرتله، اوس د چابهار، شیرخان بندر، حیرتانو، تورغونډۍ، اقینې او اسلام کلا بندرونه ډیر بوخت دي.
په وچه کې د راګیر افغانستان په اړه اوس د اسلام اباد ورځنى تصور د هغوی له رسنیو له ورایه په ډاګه کیږي. په پنجاب کې د سیاستوالو د ورځني بحث دويمه درجه توده موضوع د افغانستان د بهرنۍ او اقتصادي تګلارو بری دی، چې د پاکستاني شنونکو په باور یې وکولی شوای له پاکستان پرته نړۍ سره پخه او ډاډمنه راشه درشه پراخه کړي.
کابل ته اوس له اسیا، اروپا، منځني ختیځ، ختیځې اسیا او ان امریکا څخه سوداګریزو توکو نوې لارې موندلې او افغان بازارونو په رنګارنګ نړیوالو معیاري مصرفي توکو بېله ښکلا خپله کړې ده.
په دې بندرونو کې تر ټولو مهم يې د چابهار بندر دی چې تر کراچۍ افغانستان ته لنډ او ارزانه پرېوزي، افغانانو هغه مهال څڼې وغورځولې او د خوښۍ جشن يې جوړ کړ چې لومړی ځل د هند ۱۵ زره مټریک ټنه غنم مرسته د چابهار بندر له لارې افغانستان ته راورسېده او په عملي ډول له دغه بندر ګټه اخیستل پیل شول. ټاکل شوې ۱۱۰ مټريک ټنه نور غنم هم په راتلونکو څو میاشتې کې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ورسېږي او ډېری به يې په کابل، هرات او بلخ کې په زېرمتونونو کې زېرمه کېږي څو د ژمي پر مهال اړو خلکو ته ووېشل شي.
نور افغانان او هنديان اړ نه دي چې خپل مالونه د پاکستان له خاورې تېر کړي، د هغه هېواد له خاورې چې په ځلونو يې د افغانستان او هند د تجارت پر وړاندې ستونزې راټوکولې دي.
پاکستان له بده مرغه په تېرو ۱۷ کلونو کې هر ځل د کابل او اسلام اباد تر منځ د کړکیچ د راپورته کېدو يا نه پورته کېدو پر وخت پر افغان سوداګرو د پېښور کراچۍ لاره تړلې ده، ماليې يې لوړې کړې دي او په بېلا بېلو ډولونو يې هڅه کړې، افغان سوداګرۍ ته زيان واړوي.
شاوخوا یو نیم کال وړاندې افغانستان هند او ایران د چابهار بندر درې اړخیزه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې هند او افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه له همدې لارې کوي.
د افغان حکومت له لوري د افغان سوداګرۍ لپاره د نوو لارو موندنه او په عملي ډول په دغه ډګر کې لاسته راوړنې د افغان ولس له تاوده هرکلي سره مخ شوې دي او په دې برخه کې يې د حکومت هڅې ستايلې دي. خو ولس دا هڅې په ټوليز ډول کافي نه ګني او له حکومت هیله لري چې په دې برخه کې خپلې هڅې لا تېزې کړي او افغانستان په بشپړ د پاکستان له اتکا او دهليز وباسي.
حکومت ته دغه راز ښايي چې د اقتصادي لارو د موندلو په شان هڅه وکړي په هره برخه کې هېواد د پاکستان له اتکا وباسي او په دې سره څرګنده کړي چې افغانستان کولای شي د پاکستان له همکارۍ پرته هم په هره برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA