ads

هلمنديان د سون توکو د نرخونو له لوړوالي شکايت کوي

د هلمند ولایت اوسېدونکي د سون توکو د نرخونو له لوړوالي شکایت کوي او وايي، له يوه لوري په ښار کې د کار کولو زمينه نشته او له بل لوري د سون توکو نرخونه لوړ شوي دي.

نویسنده: sarwan
3 مرغومی 1396
هلمنديان د سون توکو د نرخونو له لوړوالي شکايت کوي

د هلمند ولایت اوسېدونکي د سون توکو د نرخونو له لوړوالي شکایت کوي او وايي، له يوه لوري په ښار کې د کار کولو زمينه نشته او له بل لوري د سون توکو نرخونه لوړ شوي دي.
ياد ښاريان وايي، ښار کې د ګازو او نورو ورته سون توکو نرخونه د ژمي په رارسېدو لوړېږي، چې له دولتي مسوولينو غواړي، تر څو د سون د توکو د نرخونو په کنټرول کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
دوی زياتوي، ژمي کې ځکه سون توکي په لوړه بيه پلورل کېږي، چې په دې موسم کې د خلکو غوښتنه ډېره وي.
په ورته وخت کې بیا د هلمند د انحصاراتو ريیس شاولي زمینداوري هم مني، چې د سون د توکو په نرخونو کې د ژمي د موسم له رارسېدو سره سم زیاتوالی راځي، خو زياتوي، چې د ګازو او نورو سون توکو د ذخيرې لپاره پلان لري او يو داسې سيسټم به جوړ کړي تر څو په دې برخه کې د هلمنديانو ستونزې حل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له هلمند سربېره نور هېوادوال هم ژمي کې د سون توکو د بيو له لوړېدو شکايتونه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA