د ملي اردو چارواکي وایي، غني خېلو ولسوالۍ کې یې د سېلاب څلور ۱۱ په نوم ګډ چاڼیز عملیات پیل کړل.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، چې نن سهار یې د ملي اردو په مشرۍ له ملي، سیمه ییزو، ملي امنیت او عامه نظم پولیسو سره یو ځای د وسله والو د ځپلو په موخه د سېلاب څلور ۱۱ په نوم ګډ چاڼیز عملیات د غني خیلو ولسوالۍ په ۲۶مې ویالې سیمه کې پیل کړل.
نوموړی وایي، له یادو عملیاتو یې موخه په سیمه کې د وسله والو ځپل او د ډاډمن امنیت را وستل دي.
بل پلو د حکومت مخالفو وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


