د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د ۲۴ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې امنيتي ځواكونو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ګډو عملياتو په مهال د پنځو داعشيانو په ګډون ۱۷ وسله وال مخالفين وژلي، اووه تنه يې ټپيان كړي او څلور شكمن كسان يې نيولي دي.
سرچينې زياته كړې، چې دا عمليات په ننګرهار، غزني، ميدان وردګ، کندهار، اروزګان، فارياب، بلخ او هلمند ولايتونو کې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ تصفيوي او ۱۴ ځانګړي کومانډويي عمليات د هېواد په اتو ولايتونو کې ترسره شوي، افغان هوايي ځواکونو ۷۴ پروازونه د ملي اردو ځواکونو د ملاتړ په هدف کړي او نهه هوايي بريدونه د مخالفينو پر پټنځايونو شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


