په غور ولایت کې د سرحد راډیو مسوولین وایي، تېره شپه يوه نا پېژادنه کس يې راډيو ته اور اچولی دی.
د سرحد راډیو مسوول معروف سعیدي کلید ته وویل، تر اوسه معلومه نه ده، چې راډیو ته يې اور اچول شوی او که لاسي بم ورغورځول شوی دی، خو زياتوي، چې باوري دی د راډيو له پاسه سټوډيو ته اور توکي اچول شوي.
سعيدي زياته کړه، چې د راډيو وسايل يې له منځه وړل شوي او نشراط پرې شوي دي.
سعیدي، د یوه عیني شاهد له خولې وایي، چې له چاودنې وروسته له سيمې په موټرسایکل سپور کس د تېښتې په حالت کې ليدل شوی دی.
هغه ادعا کوي، چې تر دې مخکې هم څو ځله ناپېژاندو خلکو ورته تهديدونه کړي وو، چې راډيو يې سوځوي او په خبره يې چې له دې موضوع يې د سيمې پوليس هم خبر کړي وو.
په ورته وخت کې د غور ولایت امنيتي ځواکونه هم دا پېښه تاییدوي خو وايي، چې ښايي دا اورلګېدنه د ګازو د ډبې د چاودنې له کبله شوې وي.
د غور د پولیسو ویاند محمد اقبال نظامي وایي، امنيتي ځواکونو خپلې څېړنې پیل کړې دي او ډېر ژر به يې علت معلوم کړي.
سرحد راډيو غور ولايت کې یوه خصوصي راډیو ده، چې په ۱۳۹۲ کال يې فېروز کوه ښار کې خپل نشرات پیل کړل او اوس مهال فرهنګي، دیني، سیاسي او ورزشي برخو کې خپرونې لري.


