راشد خان بېګ باش سياليو كې ښه وځلېد

افغان لوبغاړى راشد خان د اسټراليا د كركټ د غوره ليګ يا بېګ باش سياليو كې ښه وځلېد.
پرون راشد خان د اډلېډ سټرايكرز لوبډلې په ګټه خپله لومړۍ لوبه ترسره كړه.
نوموړي په څلورو اورونو كې ۲۲ منډې وركړې او د سيالې لوبډلې دوه لوبغاړي يې وسوځول.
دى د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.