افغان لوبغاړى راشد خان د اسټراليا د كركټ د غوره ليګ يا بېګ باش سياليو كې ښه وځلېد.
پرون راشد خان د اډلېډ سټرايكرز لوبډلې په ګټه خپله لومړۍ لوبه ترسره كړه.
نوموړي په څلورو اورونو كې ۲۲ منډې وركړې او د سيالې لوبډلې دوه لوبغاړي يې وسوځول.
دى د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
په بېګ باش سياليو كې راشد خان او بل افغان لوبغاړى محمد نبي لوبېږي.
نبي هم تېره اونۍ په خپله لومړۍ لوبه كې په څلورو اورونو كې ۲۵ منډې وركړې او يوه وېكټه يې ترلاسه كړه.
نوموړى د مېلبورن رېنېګېډز په ګټه لوبېږي.
دغه دوه افغان لوبغاړي تر دې وړاندې د نړۍ په نورو سترو كركټ ليګونو لكه آى پي اېل، بي پي اېل، سي پي اېل او داسې نورو كې هم لوبېدلي دي.


