ads

ولسي جرګې د امنيتي ځواکونو په اړه د جمهوررئيس غني تقنيني فرمان رد کړ

ولسي جرګې د جمهوررئيس محمد اشرف غني هغه تقنيني فرمان رد كړ، چې پربنسټ يې د افسرانو، بريدملانو او ساتنمنانو د ذاتي چارو قانون توشېح شوى و.

نویسنده: sarwan
29 لیندۍ 1396
ولسي جرګې د امنيتي ځواکونو په اړه د جمهوررئيس غني تقنيني فرمان رد کړ

ولسي جرګې د جمهوررئيس محمد اشرف غني هغه تقنيني فرمان رد كړ، چې پربنسټ يې د افسرانو، بريدملانو او ساتنمنانو د ذاتي چارو قانون توشېح شوى و.

دغه جرګې په ياد فرمان له بحث وروسته نن راي ګيري وكړه او دا فرمان يې له دې كبله رد كړ چې ولسي جرګې څو ورځې وړاندې يوه داسې مصوبه پاس كړه چې جمهوررئيس د قانون د موجوديت په صورت كې نه شي كولى تقنيني فرمان صادر كړي.

د ولسي جرګې د كورني امنيت او دفاعي چارو كمېسيون ته دنده وسپارل شوه ترڅو د افسرانو، بريدملانو او ساتنمنانو د ذاتي چارو په قانون كې تعديلات د جرګې د غړو د طرحې په توګه د جرګې غونډې ته وړاندې كړي.

له دې وړاندې د پوليسو قانون جلا او د ملي دفاع وزارت د افسرانو قانون جلا و، خو اوس دغه يو قانون شوى، چې په نهو څپركو او ۹۱ مادو كې ترتيب شوى دى.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA