ads

ننګرهار كې د يو قاضي په ګډون ۵ داعشيان وژل شوي

د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د روانو سېلاب څلور، نهم نمبر عملياتو په ترڅ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په مهال د داعش ډلې د يو قاضي بصير، چې په شرافت مشهور و، په ګډون پنځه داعشيان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.

نویسنده: sarwan
29 لیندۍ 1396
ننګرهار كې د يو قاضي په ګډون ۵ داعشيان وژل شوي

د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د روانو سېلاب څلور، نهم نمبر عملياتو په ترڅ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په مهال د داعش ډلې د يو قاضي بصير، چې په شرافت مشهور و، په ګډون پنځه داعشيان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر نن ويلي، په دغو عملياتو كې عمر کلى، معلم خېل، سپين راغه او مشرانو غونډۍ سيمې د داعش وسله والو له شتونه پاکې شوي او همداراز د هيرويينو دوه فابريکې تخريب شوې دي.

داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA