ولسي جرګې د پوليسو د مالي ستونزو د حل كولو لپاره كورنيو چارو وزارت ته د يو ميليارد افغانيو اضافي بوديجه تصويب كړه.
افغان حكومت له يادې جرګې غوښتي وو، چې د پوليسو د معاشونو، اعاشې او داسې نورو ستونزو د حل كولو لپاره له مالي ستونزو سره مخ دي نو د كورنيو چارو وزارت له عوايدو دې د دغه وزارت د روان ۱۳۹۶ كال بوديجه دې يو ميليارد افغانۍ زياته كړي، چې يادې جرګې دغه اضافي پيسې د كورنيو چارو وزارت لپاره تصويب كړې.
دا په داسې حال كې ده، چې له دې وړاندې د هېواد په يو شمېر سيمو كې د پوليسو د معاشونو او اعاشې د نه رسېدو په تړاو شكايتونه شوي وو، خو د كورنيو چارو وزارت ويل، چې د بوديجې له كمبود سره مخ دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


