ads

غور کې شکنجه شوې ګل هزار: خسر مې ماته کله کله د سپي د ډوډۍ پاتې شونې راکوله

په غور ولايت کې يوه ماشومه ناوې د کورني تاوتريخوالي له کبله شكنجه او روغتون ته انتقال شوې ده.

نویسنده: sarwan
29 لیندۍ 1396
غور کې شکنجه شوې ګل هزار: خسر مې ماته کله کله د سپي د ډوډۍ پاتې شونې راکوله

په غور ولايت کې يوه ماشومه ناوې د کورني تاوتريخوالي له کبله شكنجه او روغتون ته انتقال شوې ده.

د غور د امنيه قوماندانۍ وياند اقبال نظامي کليد ته وويل، دغه ۱۲ کلنه ناوې، چې درې کاله وړاندې په نکاح شوې، له بېلابېل ډوله ځورونې سره مخ شوې ده.

د نوموړي په وينا، دا پېښه په دولينه ولسوالۍ کې رامنځته شوې او د يادې ناوې روغتيايي حالات نازک ښودل شوی دى.

نظامي زياته كړه، د دې مېرمنې خاوند ۱۳ کلن دی او د كورنۍ له درېيو غړو سره يو ځای نىول شوی دی.

د روغتون ډاکټران وايي، چې ياده مېرمن په لرګيو سخته وهل شوې ده.

دا نجلۍ ګل هزار نومېږي او په خبره يې خسر به يې دې ته کله کله د سپي د ډوډۍ پاتې شونې ورکوله.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA