ads

خوست کې د ملي امنيت ځواکونو د پخوانيو وسلو يوه ډيپو کشف کړې

د خوست ملي امنیتي ځواکونو د دې ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې د زرو نه زیاتو لویو او وړو وسلو ډیپو کشف کړې او له منځه یې وړې ده.

نویسنده: sarwan
29 لیندۍ 1396
خوست کې د ملي امنيت ځواکونو د پخوانيو وسلو يوه ډيپو کشف کړې

د خوست ملي امنیتي ځواکونو د دې ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې د زرو نه زیاتو لویو او وړو وسلو ډیپو کشف کړې او له منځه یې وړې ده.

امنیتي چارواکي وايي، چې یاده ډيپو ډېره پخوانۍ ده او په دې ډیپو کې څوک موجود نه وو، یوازې همدغه غټې او وړې وسلې د دوی لاس ته ورغلې دي.

د خوست د امنیتي چارواکو په خبره چې یادې وسلې او مهمات د موسی خېلو ولسوالۍ په یوه ځنګلي سیمه کې په یو زوړ کور کې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوې وې.

د ملي امنیت رئیس برکت الله څمکنی وايي، چې داسې کشفي هوايي وسایل لري، چې کولی شي په هر ځای کې وسلې او ډيپوګانې په نښه کړي او د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یې له منځه یوسي.

هغه زیاتوي، چې تراوسه معلومه نه ده، دغه ډيپو د وسله والو مخالفینو ده او که د قومي خلکو چې د جنګونو پرمهال یې ذخیره کړې ده.

د څمکني په خبره چې په دې ډيپو کې هر ډول او بېلابېلې وسلې موجودې دي او په وینا یې چې یو ډول ترټولو خطرناک بمونه هم په کې موجود دي.

په ورته وخت کې د ولایت مقام معاون شېر بادشاه ارګونی هم وايي، چې ملي امنیتي ځواکونو تل هڅه کړې چې دا ډول ډيپوګانې کشف کړي.

د یادولو ده، چې د تېرو څو لسیزو جګړو څخه په ځینو غرنیو سیمو کې ښکېلو خواوو له دا ډول ځایونو څخه د مورچلو کار اخیستی دی، چې په یادو سیمو کې دېته ورته ډیپوګانې، لويې او وړې وسلې او د ماینونو نښې نښانې تر سترګو شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA