د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلى سرقوماندانۍ غونډه تېر مازديګر په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې غونډه کې د هېواد عمومي په ځانګړي ډول د فارياب، بلخ، غزني، اروزګان، کندهار، هلمند، فراه، بادغيس، کونړ، نورستان او هرات ولايتونو امنيتي وضعيت وارزول شو او د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو مسوولينو ته د يادو ولايتونو د امنيتي وضعيت د ښه والي په خاطر لازمې لارښونې وشوې.
دغه راز د وسله وال پوځ د اعلى سرقوماندانۍ غونډې د قواوو د چمتووالي او محاربوي سطحې په اړه بحث او خبرې وکړې او د دښمنانو په ځپلو کې يې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو وروستۍ لاسته راوړنې وستايلې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

