ads

هلمند كې موټر بم ځانمرګي بريد ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د هلمند ولايت د مركز لښكرګاه ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند بولان سيمه كې تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې د عامه نظم پر سرتېرو موټر بم ځانمرګي بريد ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: sarwan
28 لیندۍ 1396
هلمند كې موټر بم ځانمرګي بريد ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د هلمند ولايت د مركز لښكرګاه ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند بولان سيمه كې تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې د عامه نظم پر سرتېرو موټر بم ځانمرګي بريد ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان کليد ته وويل، چې په دې بريد كې دوه ملكي وګړي وژل شوي او ۲۹ تنه ټپيان دي.

نوموړي زياته كړه، چې د ټپيانو ۱۲ تنه د عامه نظم سرتېري دي.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر هم د تېر ماښام بريد كې د ۳۱ تنو د مرګ ژوبلې خبر وركوي، خو زياتوي، دوه تنه وژل شوي، چې يو يې ملكي وګړى او بل د عامه نظم سرتېرى دى.

د سرچينې په وينا، ۱۸ ملكي وګړي او ۱۱ امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

سرچينه وايي، د دغه موټر بم ځانمرګي بريد په ترڅ كې ۱۱عرداې موټر سايکلونه، پنځه عرادې موټرونه او يو باب د تېلو پمپ له منځه وړل شوي دي.

تراوسه د پېښې مسووليت كومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA