ads

ننګرهار کې د قرانکريم يو حافظ ووژل شو

د ننګرهار چارواکي وایي، وسله والو روداتو ولسوالۍ کې د قرانکریم یو حافظ لومړی تښتولی او وروسته یې وژلی دی.

نویسنده: sarwan
28 لیندۍ 1396
ننګرهار کې د قرانکريم يو حافظ ووژل شو

د ننګرهار چارواکي وایي، وسله والو روداتو ولسوالۍ کې د قرانکریم یو حافظ لومړی تښتولی او وروسته یې وژلی دی.

د والي  ګلاب منګل ویاند عطاالله خوږیاڼي کليد وویل، چې تېر ماښام ناوخته دوو موټر سایکل سپرو وسله والو د روداتو ولسوالۍ د شېخ احمد د کلي ملا امام قاري هجرت الله د ماښام له لمانځه وروسته لومړی تښتولی او وروسته یې په ډزو سره وژلی دی.

نوموړی وایي، یاد کس په سیمه کې په یوه دیني مدرسه کې درس هم ورکاوه.

د يادې وژنې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA