د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د روانو سېلاب څلور نهم نمبر عملياتو په مهال نهو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ كې په خوګياڼو ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو له كبله څلور داعشيان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
نوموړى زياتوي، چې په دغو عملياتو كې څلور كلي د داعش وسله والو له شتونه پاک شوي دي.
داعش ډلې تر دا مهاله په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


