ads

فراه ولايت کې يو ايرانی د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوی

د فراه امنیتي چارواکي د نشه یي توکو د قاچاق په تور د یوه ایراني وګړي د نیولو خبر ورکوي.

نویسنده: sarwan
28 لیندۍ 1396
فراه ولايت کې يو ايرانی د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوی

د فراه امنیتي چارواکي د نشه یي توکو د قاچاق په تور د یوه ایراني وګړي د نیولو خبر ورکوي.

د دې ولايت د امنيې قومندانۍ وياند اقبال باهر کلید ته وویل، یاد کس هغه مهال ونیول شو، چې غوښتل يې ۳ کیلوګرامه هیرویین ډوله نشه یي توکي په یوه ټانکر ډوله موټر کې ايران ته ولېږدوي.

دی وايي، نيول شوی کس فراه ولايت سره د ایران په ګډه پوله نيول شوی دی.

د یو بل خبر له مخې فراه ولايت کې وسله والو طالبانو یو ملکي وګړی په ډزو وژلی دی.

اقبال باهر کلید ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ د فراه د مرکز په کارېز شیخا سیمه کې شوې ده.

نوموړی وايي، د یاد کس د وژنۍ اصلي علت تر اوسه نه دی معلوم، زياتوي، چې دا لمړی ځل نه دی چې وسله وال طالبان په دې ولایت کې ملکي وګړي وژني.

وسله والو طالبانو تر اوسه د ملکي وګړی د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA