په خوست کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۳۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
په جنوب ختیځ زون کې د بشر د حقونو دفتر د ښځې د برخې مسووله زرمینه شمس وایي، سږ کال په خوست ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۲۱ پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې تیر کال په همدې ولایت کې د تاوتریخوالي ۱۶۰ پېښې ثبت شوي وې.
د نومړې په وینا، فقر، بې سوادي، جنګ او ښځو ته د میراث نه ورکول هغه لاملونه دي، چې د ښځو پر وړاندې یې تاوتریخوالی زیات کړی دی.
د شمس په خبره یاد ارقام د خوست د مرکز په ګډون له یو شمېر ولسوالیو راټول کړی شوي دي.
د هغې په وینا چې ښايي د تاوتریخوالي پېښې له دې هم زیاتې وي، خو په خبره یې چې دوی یوازې د هغو ساحو څخه ارقام راټول کړي، چې دوی ورته لاس رسی لرلی دی.
په ورته وخت کې بیا ځینې خلک نیوکه کوي، چې په هېواد کې شته یو شمېر ملي او نړیوالې ورځې په دقیقه نېټه نه نمانځل کېږي، د خلکو په خبره چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نړیواله ورځ د نومبر میاشتې ۲۵ نېټه ده، خو یاده ورځ په خوست کې د ښځو چارو ریاست له لوري نهه ورځې وروسته او د بشرحقونو د دفتر له لوري شاو خوا ۲۴ ورځې وروسته نمانځل کېږي.
خو په جنوب ختیځ زون کې د بشر حقونو د دفتر ریس نور احمد شاهین بيا وایي، چې له یوې خوا یې ساحه زیاته ده او له بلې خوا د اقتصادي ستونزو او نا امنیو له کبله نه شي کولی، چې خپلې غونډې په دقیقه نېټه ترسره کړي.
په جنوب ختيځ زون کې د بشرحقونو دفتر په داسې حال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډېروالي خبره کوي، چې څو ورځې وړاندې په خوست کې د ښځو چارو ریاست له لوري یوازې د ۲۵ قضیو د ثبت خبر ورکړل شوی وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


